د پيړۍ معاملې دسیسه به هیڅکله هم بریالۍ نشي
که امریکایان له عراق اوسیمې ونه وځي ، نو د مقاومت په لاس به شاتګ ته اړکړائ شي .
ایرناخبري آژانس راپورورکړ د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ لوړپوړي مسئول مقام او ددغه ولسی غورځنګ د شرعي چارو د هیّت مشر شیخ یزبک بیګا په بیروت کې د ایران د ا سلامی انقلاب د یو څلویښتمې کلیزې په مناسبت په دستورو کې د فلسطین د ملت پر وحدت په ټينګارسره زیاته کړې، د فلسطینیانو په وحدت سره،دغه ټاټوبی به خپلو خاوندانو ته بیرته وروګرځي او د پيړۍ معامله به نابوده او امریکا به هم له لویدیځي آسیاپښې سپکې کړي .
په لبنان کې د ایران د کلتوري کورټې سلایار عباس خامه بار هم په دغو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې له ایران سره دښمني داسلامی انقلاب دبریالیتوب له هماغه پیله شروع شوي ده ووئيل،د ایران په ضد دښمنانو ترټولو ظالمانه بندیزونه کارول شوي دي،خو د ایران ولس په وحدت او یوزړتوب سره د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړي دي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې له عراق او لویدیځي آسیا سیمې د امریکا د ترهه ګرو پوځیانو وتل پیل شوي دي ، روښانه کړې ،که امریکایان له عراق اوسیمې ونه وځي ، نو د مقاومت په لاس به شاتګ ته اړکړائ شي .