امریکا په اسلامی هیوادونو کې د ډيموکراسۍ دپراختیا مخالفته ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87951-امریکا_په_اسلامی_هیوادونو_کې_د_ډيموکراسۍ_دپراختیا_مخالفته_ده
د بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر همدرازا دبحرین د ولس د استقامت او کلکې دریدا په ضرورت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ، باید د بحرین د ټولنې په درستو پرګنو کې د استکبار سره دمبارزې روحیه ژوندی او تانده ووسي څو د وخت پر طاغوت او فسادګرو بریالي شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 14, 2020 11:22 Asia/Kabul
  •   امریکا په اسلامی هیوادونو کې د ډيموکراسۍ دپراختیا مخالفته ده

د بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر همدرازا دبحرین د ولس د استقامت او کلکې دریدا په ضرورت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ، باید د بحرین د ټولنې په درستو پرګنو کې د استکبار سره دمبارزې روحیه ژوندی او تانده ووسي څو د وخت پر طاغوت او فسادګرو بریالي شو .

زمونږخبریال راپور راکړد بحرین داسلامی غورځنګ مشر آیت ا.. شیخ عیسی قاسم بیګا په قم کې د بحرین د پاڅون دکلیزې په یولړ دستورو کې  وئیلي دي ،ا مریکایانو تل  په  اسلامی هیوادونو کې  د ډیموکراسۍ له پراختیا سره مخالفت کړی دی ، ځکه  مسلمانان د حقیقي آزادۍ  په درلودلو سره ، د استکبار ضد اسلامی تعلیماتو په لور حرکت  کوي .

 د بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر  همدرازا دبحرین د ولس د استقامت او کلکې دریدا په ضرورت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ، باید د بحرین د ټولنې په درستو پرګنو کې  د استکبار سره  دمبارزې روحیه ژوندی او تانده ووسي څو د وخت پر طاغوت او فسادګرو بریالي شو .

شیخ عیسی قاسم  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې د پيړۍ  دمعاملې پلان په اسلامی نړۍ د سخت ګوزار  کولو لپاره یوه پیچلي دسیسه وبلله او وې وئيل ، دغه دسیسه  د فلسطین او درستو اسلامی هیوادونو لپاره یو امتحان دی  او اوس درست مسلمانان دنده لري ، څو ددغه لوي جنایت په وړاندې مقاومت وکړي .

وروستي راپورونه ښئ د بحرین د فرورۍ دڅوارلسم پاڅون د نهمې کلیزې په مناسبت دبحرین په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې له بیګا راهسې ولسی اعتراضونه پیل شوي  او وئیل کیږي ، چې دبحرین دآل خلیفه رژيم  امنیتي مامورانو  په پلازمینې منامې،بلاد القدیم ، السناس المصلی کرانه، او ځینو نورو سیمو کې د خلکو اعتراضونه  د اوښلن ګیس په کارولو سره  تیت پرک کړي او وئیل کیږي چې  په لسګونو کسان ئې نیولي اوټپیان کړي هم دي.

نن د فرورۍ څوارلسمه نیټه د  آل خلیفه رژيم په ضد دبحرین د ولس دپاڅون  نهمه کلیزه ده . آل خلیفه رژيم  د ۲۰۱۱کال راهسې تر دې دمه د بحرین  څه دپاسه یولس زره ښاریز نیولي  او زیات شمیر  ئې  د تابیعیَت  په سلبولو سره له هیواده بهر شړلي  دي .