د نړیوالې ټولنې چپتیا جنایتکاران لاسپين سترګي کړي دي
په یمن کې دجنګي جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا،ددغو غیر انساني جنایتونو عاملان د عامو خلکو په وژلو کې لا سپين سترګي او ګستاخ کړي او د درستو بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو د دوام لامل شوي دي .
دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي د یمن په الجوف ولایت کې په المصلوب ښار باندې د سعوډي ائيتلافي ځواک په جنایتکارې حملې کې د عامو ښاریزو قتل عام په کلکه محکوم کړ.
د آل سعود رژيم جنګي الوتکو بیګا د یمن دشمال الجوف ولایت د المصلوب ښار په هستوګنې سیمې په سختو بمباریو کې لږ ترلږه څلویښت عام یمن وال په وینو کې لیت پیت کړي دي .
عباس موسوي نن د یمن له مظلوم ولس سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وئيلي دي،هروخت چې دسعودي ائيتلاف ځواک د جنګ په جبهو کې بې شرمه ماتې سره مخامخ کیږي،نو په امریکائي وسلو سره د یمن د ښځو ،ماشومانو او نورو عامو خلکو وژلو ته مخه کوي .
عباس موسوي په دې خبرې په ټينګار سره چې په یمن کې انساني غمیزه باید پاي ته ورسیږي،زیاته کړې،په یمن کې دجنګي جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا،ددغو غیر انساني جنایتونو عاملان د عامو خلکو په وژلو کې لا سپين سترګي او ګستاخ کړي او د درستو بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو د دوام لامل شوي دي .