امریکا د یمن د خلکو اصلي مسوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88578-امریکا_د_یمن_د_خلکو_اصلي_مسوله_ده
زمونږخبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي امریکا د یمن د خلکو د وژلې او د دغه هیواد د کلابندۍ مسوله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 11:12 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن د  خلکو اصلي مسوله ده

زمونږخبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي امریکا د یمن د خلکو د وژلې او د دغه هیواد د کلابندۍ مسوله وبلله .

هغه نن وویل امریکا په خپلو پوځي وسلو او کلابندۍ سره د یمن خلک وژني .

د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي وویل د سعودي عربستان له تیریګرو عسکرو سره د امریکا مرستې یو(۱) تیریګر اقدام او ستر جنایت دی .

د سعودي عربستان مشهور ایشوا کونکي او په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې فعال «مجتهد» وویل د یمن په شبوه ولایت کښې په بلخاف ساحل کښې د امریکا یوسل لس (۱۰) پوځيان دیره دي چې ورسره لس(۱۰) اپاچي هیلي کوپټرونه ، دیرش (۳۰) زغر ګاډي او د پیټریاټ توغندیو څلور(۴) سیسټمونه ورسره دي .

د یمن د انقلاب د لوړې شورا مشر محمد علي الحوثي دغه راز د سعودي عربستان او د امریکا تیریګر ائتلاف د سیمې د اوبو د ککړولو مسول وبلل او ویې هغه څه چې د یمن د جنوبي ولایتونو په سواحلو کښې ترسره کیږي په اوبو کښې د کیمیاوي او دبیولوژیکي موادو په وجه دي او دغه پیښې د سیمې اوبو ته د امریکا د کشتیو له ورتلو وروسته رامینځته شوې .

د یمن د کب نیونې د ادارې د څارنې د برخې مسول محمد عباس الفقیه وویل د عدن په سواحلو کښې د ډول ډول کبانو مړینه د کیمیاوي ککړتیا نښه ده .