د عراق د ډلو مقاومت به هیڅکله بند نشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89032-د_عراق_د_ډلو_مقاومت_به_هیڅکله_بند_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د نجبا د اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري پرون ټینګار وکړ په هیواد کښې د امریکا د نیواکګرانو د غیر قانوني شتون په هکله د ملت مقاومت به هیڅکله ختم نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 00:18 Asia/Kabul
  • د عراق د ډلو مقاومت به هیڅکله بند نشي

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د نجبا د اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري پرون ټینګار وکړ په هیواد کښې د امریکا د نیواکګرانو د غیر قانوني شتون په هکله د ملت مقاومت به هیڅکله ختم نشي .

هغه وویل په عراق کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو منل د عراق واکمنۍ ، کرامت او وینې ته بې احترامۍ او جنایت دی .

د عراق د النجبا غورځنګ ویاند نصر الشمري وویل له امریکا او نورو نیواکګرو عسکرو سره د عراق د مقاومت د ځواکونو ټکر ښکاره شوی دی .

هغه ټینګار وکړ له عراق څخه د امریکا د نیواکګرو عسکرو تر وتلو پورې به مقاومت بند نشي او دا یوه(۱) پریکنده ، واضح او نهايي فیصله ده .

په دې زمینه کښې د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک یوه(۱) قومندان علي الحسیني په دې خبرې سره چې امریکا ډیر پیچلي کورني حالات لري وویل دالحشد الشعبي په ځینو ډلو باندې د حملو په هکله د پلان په باره کښې د امریکا په ځینو رسنیو کښې د خبرونو خپریدل د کورونا وایروس له پایلو او د دغه ناروغۍ له کبله له ګډوډۍ څخه د عمومي افکارو د پام د اړولو لپاره د امریکا لخوا یوه(۱) هڅه ده .