اسرائیل د جولان سیمې طبیعي سرچینې غلا کوي
فارس خبري اژانس وايي په جینیوا کښې دیره په نړیوالو موسسو کښې د سوریې دائمي استازي حسام الدین الا بیګا د سوریې په نیواکي جولان سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د ښارګي د جوړولو په هکله خبرداری ورکړ او ډاګینه یې کړه صهیونیسټ رژیم د جولان د طبیعي سرچینو د غلا کولو په حال کښې دی .
هغه په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو په هکله د تحقیق ځانګړي کمیټۍ ته په لیک کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د نیواکي جولان سیمې د وسیدونکو د حقوقو خلاف ورزۍ وغندله او ویې ویل د اسرائیلو د نیواکګرو عسکرو استعماري سیاستونه د سوریې د نیواکي جولان سیمې د خلکو د مدني ، سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو او د کلتوري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ ده .
په جینیوا کښې دیره په نړیوالو موسسوکښې د سوریې دائمي استازي حسام الدین الا دغه راز جوته کړه له صهیونیسټ نیواکګر رژیم څخه د امریکا د حکومت ملاتړونه سبب شوي دي چې دغه رژیم خپلو غیرقانوني اقداماتو او سیاستونو ته دوام ورکړي .
صهیونیسټ رژیم په نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷) میلادي کال کښې په جولان لوړو کښې د سوریې کابو دولس سوه (۱۲۰۰) مربع کلومیټره ځمکه ونیوله او څه موده وروسته یې دغه سیمه له نیواکي ټاټوبو سره یوځاې کړه .
نړیوالې ټولنې هیڅکله دغه کار نه دی منلی .
د ملګروملتونو امنیت شورا د جولان لوړې نیواکي سیمه بللي ده خو د امریکا حکومت د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ اصلي ملاتړی دی .