د عربستان الوتکو د یمن په مارب ولایت بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89173-د_عربستان_الوتکو_د_یمن_په_مارب_ولایت_بریدونه_وکړل
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو بیګا پینځه (۵) ځله د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې په صرواح ولسوالۍ بمبارې وکړې خو تراوسه یې د تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 01:47 Asia/Kabul
  • د عربستان الوتکو د یمن په مارب ولایت بریدونه وکړل

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو بیګا پینځه (۵) ځله د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې په صرواح ولسوالۍ بمبارې وکړې خو تراوسه یې د تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

له دغو بمباریو وروسته د یمن په صرواح ولسوالۍ کښې د څو درنو چاودنو غږونه واوریدل شول .

د یمن د پوځ  ویاند یحیی سریعن پرون وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو اوو(۷) ورځو کښې درې سوه (۳۰۰) ځله د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .