سعودي عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89329-سعودي_عربستان_په_یمن_حملو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د اوربند له اعلان سره سره د یمن په بیلابیلو سیمو د دغه ائتلاف حملې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2020 01:15 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د اوربند له اعلان سره سره د یمن په بیلابیلو سیمو د دغه ائتلاف حملې هماغه راز دوام لري .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په صعده ، مارب او الجوف ولایتونو کښې شپږویشت (۲۶) هوايي بریدونه کړي دي .

هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پینځلس هوايي بریدونه د الجوف ولایت په خب و الشعف ، اته هوايي حملې د مارب ولایت په صرواح سیمه او درې نور هم د صعده ولایت په مجازه سیمه باندې کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ویاند ترکي الفیصل په تیرې پنجشنبې ورځ په یمن  کښې د اوربند خبر ورکړی وو خو د سعودي عربستان د دغه نمایشي اوربند د اعلان څه ساعتونه نه وو تیر شوي چې د یمن په بیلابیلو سیمو یې  حملې له سره پیل کړې .