سعودي ائیتلاف دجنګ دختمولو لپاره هیڅ ګروهنه نه لري
دسعودي تیریګر ائيتلاف ویندوي ترکی المالکي د تیرې اونۍ په پنجشنبې ورځې په یمن کې داور بند د موافقې په اعلانولو سره مدعي شوی،دغه اوربند به تر دوو اونیو پورې دوام ولري او له دې وروسته به د تمدید وړ وي، خو له دغه اعلانه څو ساعته وروسته سعودي ائيتلاف دیمن په ضد خپلو جنایتکارو او تیریګرو حملو ته لازیات دوام ورکړ .
فارس خبري آژانس راپور ورکړ، د یمن دانصار ا... اطلاع رسونې د ادارې مرستیال مشرعبدالقدوس الشهاري نن په یولړ څرګندونو کې دیمن په ولایتونو او ښارونو باندې د سعودي ائیتلاف د څه ډپاسه دوه نیم سوه حملې د سولې له خبرواترو سره ددغه ائيتلاف د نه ګروهنې نښه بللې .
عبدالقدوس الشهاري ددې خبرې په کولو سره چې،له سعودي عربستان سره دخبرواترو په موضوع کې هیڅ ډول رسمي خبرې وجود نه لري،زیاته کړې،سعودي ائيتلاف د اور بند په شرائطو کې د یمن په ضد په لسګونو حملې کړي دي .
الشهادي په دې په ټينګار سره چې د جنګ د دریدا لپاره واقعي نیّت نه لیدل کیږي ، روښآنه کړې ده ، کله چې سعودي ائيتلاف د دوه اونیز اور بند خبر ورکوي،نوغوره ده جنګ په بشپړ ډ ول ودریږي .