انګلستان د سعودي عربستان په جنایت کښې شریک دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي په سعودي عربستان د بریتانیا د وسلو د خرڅولو په دوام نیوکې سره ټینګار وکړ د لندن د حکومت لاسونه د یمن د بې ګناه خلکو په وینو ککړ دي .
هغه دې ته په اشارې چې په یمن کښې د سعودي عربستان جنایت او د کرونا ویروس خپریدا د ترټولو بد انساني کړکیچ په درشل کښې د یمن د ورتلو سبب شوی دی وویل د بریتانیا حکومت په سعودي عربستان باندې د وسلو له خرڅولو د ګټې په پورته کولو سره خپل لاسونه د یمن د بې ګناه خلکو په وینو ککړ کړي دي .
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وویل انګلستان باید د تاریخ په سم لور ورشي .
په یمن د سعودي عربستان تیري چې له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه تراوسه دوام لري په زرګونو کسان وژلي او ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دغه هیواد کښې قحطۍ په نړۍ کښې په یوې (۱) ترټولو سترې انساني غمیزې بدله شوي ده .
بریتانیا له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال په سعودي عربستان د شپږ نیم میلیارډه سټرلینګ پونډو په اندازه وسلې خرڅې کړي دي او د عربستان عسکرو ته پوځي روزنه هم ورکوي .