په عراق کې د پنځه میاشتني سیاسی بندون پاي
د الکاظمي کابینې ته د پارلیمان دباؤر د رائ په ورکولو سره عملا د عادل عبدالمهدي د موقتي پړاؤ مرحله هم پاي ته رسیدلې او د دغه هیواد پنځه میاشتنی سیاسی بندون هم تقریبا ختم شوی دی .
بلاخره په عراق کې له پنځه میاشتني سیاسی بندون وروسته لومړي وزیر مصطفی الکاظمي او دهغه حکومتی کابینې بیګا د عراق له پارلیمانه د اعتماد رای ترلاسه کړه .
عراق د ۲۰۱۹کال له اکتوبر راهسې د هغو ولسی مظاهرو دترسره کیدا شاهد ؤ چې د خپه او غولیدلو لوبغاړو په مټ او د بهرنیو ګوت وهونکو په کرغیړنو کړنو سره په پراخو تاؤتریخوالو بدلې شوي چې په نهایت کې هم دغه هیواد د لومړي و زیر عادل عبدالمهدي د تیر نومبر په ۲۹نیټه استعفی ورکولو ته اړ شو .
په دغې مودې کې،د عراق ولسمشر برهم صالح درې کسان د کابینې په جوړولو مامور کړل،محمد توفیق علاوي او عدنان الرزفي،حتی د پارلیمان په غونډې کې په حاضریدو کې هم بریالي نه شول .دعراق د اطلاعاتو او استخباراتي ادارې مشر مضطفی الکاظمي د کابینې په جوړولو دریم مامور ؤ چې د عراق دسیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو په اجماع سره د لومړی وزارت دڅوکۍ د ترلاسه کولو لپاره معرفي شو او الکاظمي او دهغه کابینې ته د د پارلیمان د اعتماد درای ورکول هم د اټکل وړ وو.د الکاظمي کابینې ته د پارلیمان دباؤر د رائ په ورکولو سره عملا د عادل عبدالمهدي د موقتي پړاؤ مرحله هم پاي ته رسیدلې او د دغه هیواد پنځه میاشتنی سیاسی بندون هم تقریبا ختم شوی دی .
د محمد الکاظمي په مشرۍ د عراق دنوي کابینې په باب څو ټکي ډير مهم دي .
لومړی دا چې کابینې ته د راي ورکولو بهیر وښودله چې هماغه راز د کابینې په جوړولو کې مهم فیکټر د سیاسی ډلو ټپلو ونډه غوښتل دي او همدغه موضوع هم کابینې ته د باؤر د راي د ورکولو لپاره د پارلیمان د غونډې په ترسره کیدا کې د ځنډ سبب شوي وه .
دوهم ټکی ئې دا دی چې دعراق ځينو سیاسی لورو او د هغو په سر کې د نوری مالکي په مشرۍ د قانون دحکومت ائيتلاف ترجیح ورکړې چې د کابینې غړو ته د باؤر د راي د ورکولو لپاره د پارلیمان په غونډې کې شتون ونه لري . په بیګانۍ غونډې کې چې تر نن سهار وختي پورې روانه وه ، د عراق د پارلیمان له ۳۲۹غړو څخه ۲۶۶غړو شتون درلود او په بله وینا،د باؤر دراي په غونډې کې ۶۳استازو شتون نه درلود، پر دې اساس ، ویئل کیدلی شي ، دالکاظمي کابینه زیات مخالفان هم لري .
دریم ټکی ئې دا دی چې د پارلیمان استازو د الکاظمي د کابینې له ۲۲وزیرانو څخه ،پنځلسو وزیرانو ته د باؤر راي ورکړه او پنځه وزیران د راي په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او د خارجه او د تیلو د چارو مهمو وزارتونو لپاره هم کاندیدان معرفي نه شول او باید ددغو دوو وزارتونو دندې په راتلونکي کې مشخصې شي ، څو عراق په بشپؤ ډول له پنځه میاشتني سیاسی بندونه ووځي . په هغو پنځلسو وزیرانو کې چې د اعتماد راي ئې ترلاسه کړي ،د اهل تشیع نهه وزیران ، د اهل سنت پنځه وزیران او یو هم کرد وزیر دی او په هغو پنځو نورو وزیرانو کې چې راي ئې نه دي ترلاسه کړي ،دوه شیعه ، یو سني او یو یو کرد او مسیحي وزیر ؤ .
په حقیقت کې د الکاظمي د کابینې یوازې د لږکیو دچارو وزیر نه ؤ چې راي ئې نه دي ترلاسه کړي .مهمه موضوع داده چې دعادل عبدالمهدي د کابینې په اپوټه چې د کورنیو چارو وزیر د اعتماد دراي په ترلاسه کولو کې ناکام شوی ؤ ، د الکاظمي د کابینې د کورنیو چارو وزیر د پارلیمان په غونډې کې د باؤر رایه ترلاسه کړې ده .
څلورم ټکی ئې دادی چې د الکاظمي په کابینې کې دعراق جنوبی ولایتونو یو کاندید هم نشته . له دې امله،دعراق د پارلیمان بیګانۍ غونډې یوه شخړه د الکاظمي په کابینې کې د هیڅ یوه کاندید په نه درلودلو بانډې دبصرې د استازو سخت اعتراض ؤ .په همدې لړ کې دعراق په پارلیمان کې دبصرې د خلکو یو استازي عبدالامیر المیاحي د الکاظمي په وړاندیزي کابینې باندې په نیوکو سره ووئیل،د عراق دبودجې پنځه نوي فی صدي برخه له بصرې تامینیږي ، خو دغه ولایت په کابینې کې د وزارت لپاره یو کاندید هم نه لري .همداراز د بصرې د خلکو استازو د الکاظمي په کابینې کې د تیلو د وزارت د ورکولو غوښتنه کړې ده او تمه کیږي ، چې دتیلو وړاندیزي وزیر له دغه ولایته شي .
وروستی ټکی ئې دا چې مصطفی الکاظمي باید وتوانیږي ، په پیل کې خپله نیمګړي کابینه چې اوه وزیران نه لري،بشبړ کړي او وروسته د مهمو اقتصادي،سیاسی اوامنیتی چیلنجونو لپاره فکر وکړي . په همدې اساس هم الکاظمي دپارلیمان په دغې غونډې کې وئيلي دي ،چې د هغه کابینه دشخړو او بحرانونو د جوړولو نه ،بلکې د ترینګلتیاؤ د حل کابینه دی .