یمن کښې د عربستان لسګونو ګوډاګیان مړه شوي
زمونږخبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د لسګونو ګوډاګیانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په مرکز کښې د مارب ولایت په لویدیځ کښې په صرواح سیمه کښې د حکومتي عسکرو په لور د تیریګرو عسکرو پراخ پرمختګ شنډ کړ .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل تیریګرو عسکرو له څو لارو له وړمې شپې څخه حمله پیل کړه چې تر پرون مازیګر پرون یې دوام درلود .
هغه وویل د سعودي عربستان ائتلاف له ځمکنۍ حملې سره په یووخت هڅه وکړه په اتلسو (۱۸) هوايي بریدونو سره له خپلو ګوډاګیانو سره مرسته وکړي او د هغوې د پرمختګ زمینه برابره کړي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د ښمن په دغه حملې کښې نه یوازې بریالی نشو بلکې زیات ځاني او تجهیزاتي تاوانونه یې وزغمل او په لسګونو تیریګر مړه او ژوبل شول چې پکښې څو قومندان هم شامل دي .