سعودي عربستان باید د یمن پرضد جګړه بنده کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89996-سعودي_عربستان_باید_د_یمن_پرضد_جګړه_بنده_کړي
زمونږ خبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي وویل د سعودي عربستان له ریاضتي اقداماتو ترلاسه شوي پیسې به یوازې په یمن باندې د دغه هیواد د یوه (۱) کال د بودجې پینځویشت (۲۵) فیصده وي او ښه خبره دا ده چې عربستان په خپلو ښاریزو باندې د دباو د راوستلو پرځاې د یمن جنګ بند کړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 11, 2020 14:00 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان باید د یمن پرضد جګړه بنده کړي

زمونږ خبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي وویل د سعودي عربستان له ریاضتي اقداماتو ترلاسه شوي پیسې به یوازې په یمن باندې د دغه هیواد د یوه (۱) کال د بودجې پینځویشت (۲۵) فیصده وي او ښه خبره دا ده چې عربستان په خپلو ښاریزو باندې د دباو د راوستلو پرځاې د یمن جنګ بند کړي .

محمد علي الحوثي نن د سعودي عربستان د سپمه د سیاست د اعمالولو لپاره د ریاض اقداماتو ته په  غبرګون کښې وویل د مالیاتو د زیاتولو ، د ځینو پروژو د ځنډولو ، د بودجې د کمولو او د خدماتو د رسولو د ادارو د لګښتونو او د بودجې کمولو لپاره به د عربستان د چارواکو اقدامات د یمن پرضد د جنګ او د عربستان د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره کابو پینځویشت (۲۵) فیصده لګښتونه تامین کړي .

هغه په دې خبرې سره چې دیمن د جنګ بندول د سعودي عربستان د  خلکو لپاره له ریاضتي اقداماتو ګټور دي وویل د جنګ د بندولو له لارې د دغه اقتصادي ناروغۍ درملنه چې ماتي او ناتوانۍ رامینځته کوي ښه خبره ده .