مقاومت د صهیونیسټ رژیم له نیواکګرۍ سره د فلسطین یوازنۍ لاره :-
د فلسطین خلک او ډلې د صهیونیسټ رژیم له نیواکګرۍ سره د مقابلې لپاره په مقاومت ټینګار لري او هغه له نیواکګرۍ سره د مقابلې یوازنۍ لاره ګڼي .
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د شین او د سپين ( Blue and White )ګوند مشر بني ګانټس د تیرې اپریل میاشتې په اخر کښې موافقه وکړه چې د لویدیځې غاړې د زیاتو برخو د یوځاې کولو عملیات د روان میلادي کال د جولاۍ میاشتې په لومړیو کښې پیل کړي .
اټکلونه د دې ښودنه کوي چې په دغه الحاق کښې به د لویدیځې غاړې څه دپاسه دیرش (۳۰) فیصده ځمکې شاملې وي .
د نتانیاهو او د بني ګانټس دغه موافقه د پیړۍ د معاملې د توکمپاله پلان یوه (۱) برخه ده چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا مطرح شوه .
د فلسطین خلکو او د مقاومت ډلو هماغه له لومړیو څخه د پیړۍ د معاملې له پلان سره مخالفت وکړ ځکه چې دغه پلان د صهیونیسټ رژیم له ګټو سره په کامل ډول سمون خوري او د فلسطین له ګټو سره په تضاد کښې دی او د فلسطین د دفاعي بنسټونو د کمزوري کولو په ترڅ کښې د دغه ټاټوبي جغرافیه هم کوچنۍ کوي .
اوس د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د شین او د سپین ګوند مشر بني ګانټس موافقه کړي ده چې د لویدیځې غاړې ځینې برخې له نیواکي سیمو سره یوځاې کړي .
د فلسطین خلک او ډلې چې ټولې د صهیونیسټ رژیم له جنایتکاره اقداماتو سره د مقابلې لپاره له نړیوالې ټولنې ناهیلې شوي دي له بل هر وخت څخه زیات د دغه رژیم په مقابل کښې د مقاومت د چورلیز په کړچار ټینګار لري .
په همدې لړ کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس د ولسي فعالیت د خدماتو مسول« اشرف زاید» د ملي اتحاد د پیاوړتیا او د ملګرتیا په اړتیا ټینګار سره وویل له دغه دسیسې سره د مقابلې لپاره باید د مقاومت د چورلیز ملاتړ وکړو .
د فلسطین د جهاد اسلامي ویاند« مصعب البریم »هم وویل د لویدیځې غاړي له امنیتي او میداني شرایطو سره سره د فلسطین ملت د مقاومت توان لري او حتی که چیرې دغه مقاومت په کاڼو سره هم وي .
مقاومت داسې کړچار دی چې هم ولسي او هم پوځي اړخ لري .
ولسي اړخ هماغه له شهادت غواړو عملیاتو او د کاڼو له وسلو څخه ګټه پورته کول دي .
په همدې لړ کښې د صهیونیسټ رژیم پوځ ویلي دی د دغه رژیم یو(۱) عسکر چې د څو فلسطینیانو دنیولو لپاره د لویدیځې غاړې په شمال کښې د جنین سیمې « یعبد» کلي ته استول شوی و د فلسطینيانو لخوا د کاڼو د ویشتلو په وجه ووژل شو .
یوه(۱) فلسطیني ځوان هم د قدس په شمال کښې د « قلندیا» پلټڼې پوستې ته نږدې د مقاومتي عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود خو د صهیونیسټ رژیم سرحدي عسکرو په دغه ځوان ډزې وکړې او هغه یې ژوبل کړ او بیا یې ونیوه .
پوځي اړخ د فلسطین د سیاسي ډلو په تیره بیا د مقاومت ډلو لخوا تعقیبیږي .
په تیره بیا دا چې په تیرو اتلسو (۱۸) میاشت کښې د مقاومت ډلو د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون ښودلو سره اسرائیلو ته د سخت پوځي ګوزارونو د ورکولو په ترڅ کښې له دغه رژیم سره د جنګ موده هم دوې (۲) ورځې کمه کړي ده .
همدا اوس د فلسطین د مقاومت ډلې صهیونیسټ رژیم ته د خبرداري په ترڅ کښې په دغه موضوع ټینګار لري چې د صهیونیسټ رژیم د سلطه غواړو او د نیواکرو پلانونو په وړاندې به دمقاومت کړچار تعقیب کاندي .
مهم امتیاز چې د مقاومت چورلیز یې لري دا دی چې بهرني ملاتړ ته تمه نه لري او خارجي قدرتونو ته هم کومه هیله نه لري .
د مقاومت کړچار ځايي دی او په داخلي وړتیاو باندې ټینګار لري او دغه چاره سبب شوي ده چې د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې د مقاومت ډلو توان او ظرفیت زیات شي .
دغه کړچار د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف په جنګ کښې هم وکارول شو او د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې بریالۍ شوې سعودي عربستان ته سخت ګوزارونه ورکړي .
همدا اوس د فلسطین خلک او د مقاوړمت ډلې هڅه کوي د مقاومت د کړچار په غوره کولو سره فلسطینیانو ته په اړونده ټاټوبي کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو پلانونو د اجرا مخه ونیسي .