صهیونیسټي پوځیانو یو فلسطیني ځوان شهید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90080-صهیونیسټي_پوځیانو_یو_فلسطیني_ځوان_شهید_کړ
صهیونیسټو پوځیانو پرون د لویدیځې غاړې په الخلیل ښار کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیانو یو فلسطیني ځوان شهید کړ

صهیونیسټو پوځیانو پرون د لویدیځې غاړې په الخلیل ښار کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ.

د معا خبري آژانس د خبر له مخې د بهاءالدین محمد عبد ا... العواوده په نوم فلسطینی ځوان د الخلیل ښار په سویل کښې د نجیهوت نومې صهیونیسټ میشت ښارګي په خوا کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو هدف وګرځید.

د صهیونیسټي رژيم پوځ مدعي شوی چې دغه فلسطیني ځوان یو صهیونیسټ پوځي په ګاډي وهلی او ژوبل کړې یې دی.

اسرائيلي پوځیانو وړمه ورځ هم د الخلیل ښار په الفوار کیمپ باندې په یرغل سره یو فلسطیني ځلمی شهید کړی و.