عربستان د یمن په الحدیده سیمې بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90097-عربستان_د_یمن_په_الحدیده_سیمې_بریدونه_کړي
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف بیګا د اوربند د موافقې په بیا خلاف ورزۍ کولو سره د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت د توپونو او هوانونو ډزې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2020 04:26 Asia/Kabul
  •  عربستان د یمن په الحدیده سیمې بریدونه کړي

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف بیګا د اوربند د موافقې په بیا خلاف ورزۍ کولو سره د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت د توپونو او هوانونو ډزې وکړې .

د سعودي عربستان  تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په الحدیده ولایت کښې په التحیتا سیمې باندې د هوانونو او د توپونو  په لسګونو ډزې وکړې چې د مرګ ژوبلو او د تاوانونو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی .

د یمن د جنګ د بندیدا لپاره تراوسه یوشمیر خوځښتونه شوي دي خو هرځل د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو په کارړنګونې سره بندون ته رسیدلي دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ،انګلستان ،اردن ، اسرائیلو وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد بریدونو او بمباریو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .