داعش ډلې د عراق څلور ولسي ځواکونه شهیدان کړل
May 16, 2020 00:56 Asia/Kabul
د لبنان المیادین ټیلي ويژن وویل خبري سرچینو نن سهار وختي د عراق په ختیځ کښې د دیاله ولایت په شمال کښې په «المیته» کلي باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي څلور (۴) غړي شهیدان شوي او شپږ (۶) نور ژوبل شوي دي .
په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو سره سره اوس هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د دغه ټروریسټي ډلې غړي شته او کله نه کبله تیت پرک بریدونه کوي .
امریکا او سعودي عربستان له ځینو نورو هیوادونو سره یوځاې په عراق کښې داعش ترهګره ډله او نورې ټروریسټي ډلې له سره منظم کړي دي چې په دغه هیواد کښې ترهګرو بریدونو ته دوام ورکړي .
امریکا اوس له سوریې څخه زیات ترهګر عراق ته منتقل کړي دي او له هغوې سره مالي ، وسله والې او استخباراتي مرستې کوي .
ټیګونه