یمن د خواړو له سخت ناورین سره مخ کیدلای شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90159-یمن_د_خواړو_له_سخت_ناورین_سره_مخ_کیدلای_شي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې ادارې فاو (UN’s Food and Agriculture Organisation)نن وویل یمن چې د سعودي عربستان لخوا د پینځه (۵) کلن جنګ په وجه د قحطۍ په درشل کښې ورغلی دی د کورونا ساري ناروغۍ او د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه د عایدو د کمیدا په خاطر د خواړو له غمیزې څخه ډک حالت سره مخ کیدلای شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2020 10:38 Asia/Kabul
  • یمن د خواړو له سخت ناورین سره مخ کیدلای شي

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې ادارې فاو (UN’s Food and Agriculture Organisation)نن وویل یمن چې د سعودي عربستان لخوا د پینځه (۵) کلن جنګ په وجه د قحطۍ په درشل کښې ورغلی دی د کورونا ساري ناروغۍ او د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه د عایدو د کمیدا په خاطر د خواړو له غمیزې څخه ډک حالت سره مخ کیدلای شي .

د سعودي عربستان او د یمن د حکومت او ولسي مقاومت غورځنګ ترمینځ   جنګ پینځم (۵) کال ته غځيدلی دی او ملګروملتونو د یمن کړکیچ د نړۍ ترټولو ستر بشري ناورین بللی دی .

د یمن کابو اتیا (۸۰) فیصده خلک په مرستو باندې انحصار لري او په میلیونو نور بیا له لوږې سره مخ دي .

د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې ادارې فاو د شمالي افریقا او د نږدې ختیځ دچارو سیمه ییز استازي او مدیر عبدالسلام ولد احمد وویل په یمن کښې د روغتیا نظم تر سخت دباو لاندې دی او نور به تر دباو لاندې ورشي که چیرې کورونا ویروس خپور شي او په دې سربیره به دغه چاره  د خلکو په تګ راتګ او د سامانونو په وړلو هم اغیز وشیندي .

یمن له سوریې او سوډان سره یوځاې د خواړو د امنیت له پلوه په مینځني ختیځ کښې ترټولو تاوان لیدونکي هیوادونه دي .