د انجلۍ له خیټې ویښتان راوویستل شول
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان په یوه (۱) روغتون کښې ډاکټرانو د یوې (۱) شل (۲۰) کلنې انجلۍ له خیټې څخه ویښتان راوویستل چې دوه (۲) کلوګرامه وزن لري .
دغه انجلۍ له تیرو څو کلونو راهسې د خیټې له درد څخه کړیدله او تر جراحۍ او اپریشن پورې د دغه درد علت معلوم نه و .
کله چې د انجلۍ په خیټه کښې درد زیات شو نو هغه روغتون ته انتقال کړې شوه او هلته ډاکټرانو د په پراخ ډول د هغې معاینه وکړه .
د ډاکټرانو لخوا د انجلۍ له معاینې وروسته د هغې په خیټه کښې عجیب شی ولیدل شو چې وزن یې ټول ډاکټران حیرانه کړل .
د دغه عجیبه شي د معلومولو لپاره ډاکټرانو په بیړني ډول د انجلۍ د جراحۍ یعني اپریشن فیصله وکړه او په سمدستي ډول یې د خیټې په اپریشن کولو سره د هغې له خیټې د ویښتانو یوه (۱)څوټې راوویستله کومه چې کولمو او د خیټې له نورو برخو سره د یوه (۱) دیوال په شان خښه وه .
د دغو ویښتانو له رایستلو وروسته د انجلۍ په خیټه کښې د کلونو کلونو درد ختم شو او هغه د خیټې له درندوالي څخه هم وژغورل شوه خو دغه انجلۍ اوس هم په روغتون کښې ده او ډاکټران ورباندې څارنه کوي .