د قدس ورځ په ذلت د عزت برلاسی توب
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90211-د_قدس_ورځ_په_ذلت_د_عزت_برلاسی_توب
دغه بریاوې د قدس د نړیوالې ورځې په معرفی کولو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګرد نوښت پامته داره دی چی له دښمن نه ویریدا ، په مستکبرانو د مستضعفانو د بریالیتوب په شمول په الهی ژمنو باوراو په تیره بیا په خپل ذات او اصل کې د انسانی کرامت لپاره باور ته قایل کیدا وو . د قدس ورځ سبب شوه د فلسطین مسله نه یوازې هیره نکړې شی بلکې د تل لپاره ژوندی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2020 11:07 Asia/Kabul
  • د قدس ورځ په ذلت د عزت برلاسی توب

دغه بریاوې د قدس د نړیوالې ورځې په معرفی کولو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګرد نوښت پامته داره دی چی له دښمن نه ویریدا ، په مستکبرانو د مستضعفانو د بریالیتوب په شمول په الهی ژمنو باوراو په تیره بیا په خپل ذات او اصل کې د انسانی کرامت لپاره باور ته قایل کیدا وو . د قدس ورځ سبب شوه د فلسطین مسله نه یوازې هیره نکړې شی بلکې د تل لپاره ژوندی شی .

 د حضرت امام خمینی رح په وسیله د قدس ورځې په توګه  د روژې د مبارکې میاشتې  د وروستۍ جمعې له نومولو وروسته ۴۱ کاله تیریږي .

امام خمینی رح یو دینی رهبر وو او د دیبنی تعلیماتو رول هم د هغو په فیصلو کی تل جوت او لوړ وو . د ایران د اسلامی انقلاب بنسټ ګر په داسې حال کی د قدس ورځې نوښت مطرح کړ چی هم فلسطین او عربی هیوادونه د صیهونیسټ رژیم په وړاندې مناسب وضعیت نه درلود .عربی هیوادونه عملا له پان عربیزم تیرشوی او صیهونیسټ رژیم اود هغه متحدانو په وړاندې تسلیم شوی وو . فلسطین هم له دې پرته چی د نړۍ په سویه څه خاص ملاتړ ولرلې شی ، له صیهونیسټ  رژیم سره د عربی هیوادونو د مصالحې او ساز باز شاهد وو .

د قدس ورځې په نوم سره د روزې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په نومولوکې د امام خمینی نوښت دغه وضعیت ورو ورو بدل کړ . هغو د عربو واکولانو په ځای د فلسطین د ایډیال د ژوندی ساتلو او د استکبار او صیهونیسټ رژیمه د نه یریدلیولپاره مسلمان خلک هدف وګرځول .د همدغه تفکر په لړ کې د فلسطین د حماس ، جهاد اسلامی او د لبنان د حزب ا... په شان  د خلکو په اډانې ولاړ ولسي غورځنګونو بڼه غوره کړه .د دغو ولسي غورځنګونو د بڼه وغره کولو نتیجه صیهونیسټ رژیم په وړاندې مقاومت وو .

دغه مقاومت د لبنان له جنوبه د صیهونیسټی عسکرو د ویستلو ، په عربی عمومی افکارو کی د اسراییلو پوځ د ماتې  نه خوړولو دافسانې  ماته ،  د مقاومت په نوم په لویدیځه اسیا کې له سیمې وراخوا نوی لوبغاړی ظهور ،  له صیهونیزم سره د استکبار د مخالفت کارندوالې او همداراز د مقاومت د بهیر په ګټه د سیمه ایز قدرت په انډول کې د ښکاره بدلون  په شان مهمې او سترې بریاوې درلودلی دي . د لویدیځې اسیا ننې امنیتی نظم له تیرو څلورو لسیزو سره په پرتلنه کې اساسی بدلون درلودلې دې .

 دغه بریاوې د قدس د نړیوالې ورځې په معرفی کولو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګرد نوښت پامته داره دی چی له دښمن نه ویریدا ، په مستکبرانو د مستضعفانو د بریالیتوب په شمول په الهی ژمنو باوراو په تیره بیا په خپل ذات او اصل کې د انسانی کرامت لپاره باور ته قایل کیدا وو . د قدس ورځ سبب شوه د فلسطین مسله نه یوازې هیره نکړې شی بلکې د تل لپاره ژوندی شی .

د قدس ورځې له هر څه زیات د لویدیځ د بشری حقوقو چټی ادعاګانې غلطې او پوچې ثابتې کړې ځکه چی د بشری حقوقو ادعا کوی لویدیځ نه یوازې د صیهونیسټ رژیم د څاروی ډوله کړچارونو او جنایتونو په وړاندې چوپتیا غوره کړه بلکې د ټرمپ د ننی حکومت په شمول په هر حکومت کې په بشپړه توګه د صیهونیسټ رژیم د ګټو په لړ کې ګام پورته شو او له دغو جنایتونو ملاتړ وشو .

ټاکل شوی وه د مصالحې ډیپلوماسي او ساز باز د نیواکې فلسطین په جغرافیه کی د صیهونیسټ رژیم د امنیتی اندیښنو د پاې سبب شی ، خود قدس ورځې په شان نوښتونه سبب  شول چی نن دغه امنیتی اندیښنې له تیرو څلورو لسیزو ډیرې زیاتې شی ځکه چی نن د مقاومت له ډلو سره د صیهونیسټ رژیم د جنګ  موده په ښکاره ۴۸ ساعتونو ته کمه شوی ده . که څه  هم د ځینو عربی هیوادونو تالی څټی چارواکی د خپلو څوکیو د بچ کولو لپاره له صیهونیسټی رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لور حرکت کوی خو صیهونیسټ رژیم په کلکه په اسلامی نړي کې له ولسی غورځنګونو او مقاومت ډلو له قدرته ویره لری .

د قدس ورځ پر ذلت د عزت د برلاسی توب سبب شوه او دا هماغه څیز دې چی نړیوال صیهونیزم او استکار ترې سخته ویره لری .