د یمن د کشتیو نیول د عربستان څاروي توب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90403-د_یمن_د_کشتیو_نیول_د_عربستان_څاروي_توب_دی
زمونږ خبریال وايي د یمن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال حسین العزي ټينګار وکړ د سعودي عربستان د تیریګرو لخوا د یمن د کشتیو د نیولو دوام د ریاض د څاروي توب ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 09:53 Asia/Kabul
  • د یمن د کشتیو نیول د عربستان څاروي توب دی

زمونږ خبریال وايي د یمن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال حسین العزي ټينګار وکړ د سعودي عربستان د تیریګرو لخوا د یمن د کشتیو د نیولو دوام د ریاض د څاروي توب ښودنه کوي .

هغه نن په یوه(۱) پیغام کښې وویل د سعودي عربستان د تیریګر رژیم لخوا د یمن د کشتیو نیول هغه هم په داسې شرایطو کښې چې کورونا ناروغۍ په یمن کښې د  زیاتیدا په حال کښې ده او د دغه هیواد روغتونونه پیټرولو او طبي تجهیزاتو ته زیات ضرورت لري د ګوډاګیانو د زیات څاروي توب او د سولې په خبرو کښې د هغوې د جدیت د نه ښودلو نښه ده .

مخکې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر مسولانو ویلي وو د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف سمندري ځواک څه دپاسه شل (۲۰) کشتۍ چې پینځه زره (۵۰۰۰) ټنه پیټرول او خوراکي مواد پکښې بار دي نیولي دي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د امریکا د  بریتانیا د فرانسې د اردن د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو وغیره په ملاتړ او مرستې سره د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو ، بمباریو او حملو  او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندیو ته دوام ورکړی .

د سعودي عربستان تیریګر رژیم د یمن څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي .