سعودي عربستان د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90516-سعودي_عربستان_د_یمن_په_بیلابیلو_سیمو_بمبارې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو بیګا څو ځله د یمن په مارب ، صعده ، حجه او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 03, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې وکړې

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو بیګا څو ځله د یمن په مارب ، صعده ، حجه او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو په مارب ولایت کښې په مجزر سیمې دوه(۲) ځله ، په مدغل الجدعان سیمې شپږ(۶) ځله اود صرواح په خوا کښې په نجد العنق سیمې اته (۸) ځله بمبارې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په صعده ولایت کښې د کتاف په خوا کښې په الفرع سیمې هم څلور (۴) ځله بمبارې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز بیګا د حجه ولایت په حیران سیمې درې (۳) ځله بمبارې  وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز په الجوف ولایت کښې په المطعه ښار  دوه (۲)ځله  او په  خب الشعف ښار یوځل  بمبارې وکړې .

بل خبر دا چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري وویل د ساري ناروغیو او د ناوړه خواړو په دلیل په هرو پینځو (۵) دقیقو کښې د یمن یو(۱) ماشوم وژل کیږي .

هغه په یمن کښې انساني شرایط کړکیچن وبلل او د سعودي عربستان په ائتلاف یې غږ وکړ چې د دغه هیواد ( یمن ) کلابندۍ ختمه کړي .

 دیمن طبي سرچینو ویلي دي په تیرې مي میاشت کښې په عدن ښار کښې کابو دوه زره (۲۰۰) ښاریز د کورونا په شمول د ساري ناروغیو له کبله مړه شوي دي .

یوازې وړمه ورځ د یمن په عدن ښار کښې د ډینګي تبې ، د کرونا ویروس او د مالاریا په شمول د ډول ډول ساري ناروغیو له کبله یوشپیته (۶۱) کسان مړه شوي وو .