په تیره یوه میاشت کښې
څلور فلسطینیان شهیدان او له سلو زیات زخمي شوې دي
Jun 07, 2020 01:11 Asia/Kabul
صهیونیسټي رژيم په تیره مۍ میاشت کښې په قدس او لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو خلاف خپل جنایتونه زیات کړي دي.
صهیونیسټي رژيم په تیره مۍ میاشت کښې په قدس او لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو خلاف خپل جنایتونه زیات کړي او د لسګونو ودانیو پر ورانولو سربیره یې څلور فلسطینیان شهیدان کړي او څه باندې سل تنه نور یې زخمي کړې دي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) رسندوي دفتر په یو رپورټ کښې وویل چې صهیونیسټي رژيم د فلسطیني ښاریزو خلاف خپل جنایتونه زیات کړي او په مۍ میاشت کښې یې څلور کسان شهیدان کړي او ۱۰۴ تنه نور یې ژوبل کړې دي.
خبر زیاتوي چې په هم دغې یعنې مۍ میاشته کښې د نیول شویو فلسطینیانو شمیر هم ۳۲۷ کسانو ته رسیدلې دی.
ټیګونه