د یمن حکومت د اریټریا د پوځیانو اقدام وغاند
Jun 09, 2020 01:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالخالق العجری په سره سمندر کښې باب المندب اوبلارې ته نږدې په حنیش الکبری ستراتیژیکې جزیرې باندې متحده عربي اماراتو او اریټریا ته د اړونده عسکرو حمله وغندله .
هغه پرون وویل په حنیش الکبری جزیرې باندې د اریټریا هیواد د عسکرو بیا بیا حملې او د یمن د واکمنۍ خلاف ورزۍ د متحده عربي اماراتو د عسکرو په ملاتړ سره ترسره کیږي .
بل خبر دا چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یمن کښې د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام سره په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې .
د یمن سرچینو وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو په تیرو څو ساعتونو کښې د الحدیده ولایت په بیلابیلو جبهو کښې د اوربند اتیا (۸۰) ځله خلاف ورزیانې وکړې .
ټیګونه