امریکائي عسکر دې زرتر زره له عراقه ووځي
د عراق ولس د جنورۍ په پنځه ویشتمه نیټه دامریکا په ضد دمیلیوني مظاهرې په جوړولو سره له خپل هیواده د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د ویستلو غوښتنه کړې . له دې مخکې د عراق پارلیمان هم دجنورۍ په پنځمه نیټه له عراقه د درستو امریکائی پوځیانو د ویستلو پلان تصویب کړی ؤ .
بغداد الیوم خبری سایټ راپور ورکړی ،دعراق دصدربهیر مشر مقتدا صدر بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،امریکا هڅه کوي ،چې ټول د جنګ،وژلو پشمول په ترهه ګرو رودو سره ځان ته تسلیم کړي ، او یوازې پر نړۍ د خپلې سلطې په زیاتولو پسې ده .
مقتدا صدر وئیلي دي ،امریکا له درستو سره په تکبُر سره چلند کوي او باید د خپل برلاسه تفکر روده بدله کړي .
د عراق ولس د جنورۍ په پنځه ویشتمه نیټه دامریکا په ضد دمیلیوني مظاهرې په جوړولو سره له خپل هیواده دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو د ویستلو غوښتنه کړې .له دې مخکې د عراق پارلیمان هم دجنورۍ په پنځمه نیټه له عراقه د درستو امریکائی پوځیانو د ویستلو پلان تصویب کړی ؤ .
ټاکل شوې ده ، واشنګټن او بغداد د عراق له خاورې دمریکائي پوځیانو د وتلو او داړیکو دټاکلو په باب دجون په لسمه نیټه یعني سبا،سره خبرې اترې وکړي .