د یمن روغتیا وزارت په ملګرو ملتو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90815-د_یمن_روغتیا_وزارت_په_ملګرو_ملتو_نیوکه_وکړه
د یمن د عامې روغتیا وزارت وویل چې ملګري ملتونه په دغه هیواد کښې د سعودي ائتلاف په جنایتونو سترګې پټوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2020 12:59 Asia/Kabul
  • د یمن روغتیا وزارت په ملګرو ملتو نیوکه وکړه

د یمن د عامې روغتیا وزارت وویل چې ملګري ملتونه په دغه هیواد کښې د سعودي ائتلاف په جنایتونو سترګې پټوي.

د ایرنا د خبر له مخې د یمن د عامې روغتیا وزارت تیره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د تیري ګر سعودي ائتلاف په بریدونو کښې له ۷ زره او ۷۳۰ زیات ماشومان وژل شوي او زخمي شوي دي او دوه نیم میلیونه نور هم له سختې خوارځوکۍ او د خوړو له کمي سره مخامخ شوې دي خو ملګرو ملتو دغه ائتلاف د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه وباسه.

د یمن د روغیتا وزارت په وینا، په دغه هیواد کښې په وبا د اخته شویو او له امله یې د مړو کابو نیمايي برخه ماشومان دي او زرګونه ماشومان هم په سختو ناروغیو اخته شوې دي او د یمن د هوايي ډګرونو د بندیدو او سختې محاصرې په وجه د درملنې لپاره نورو هیوادونو ته هم نه شي تلې.