په یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام لري
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې څو ځله په صعده او مارب ولایتونو حملې وکړې .
د یمن په شمال کښې په صعده ولایت او په مرکز کښې په مارب ولایت باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو حملې په دغو ولایتونو کښې د ځینو کورونو او د بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوې .
د یمن رسنیو دغه راز وویل په جنوب کښې په سقطری ولایت کښې له حدیبو سیمې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په شاتګ کولو سره متحده عربي اماراتو ته اړونده د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو دغه سیمه کلابند کړي ده .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې یمن له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابند کړی او د خلکو پرضد یې حملو او بمباریو ته هم دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه په لسګونو زره خلک مړه او په سلګونو زره نور ژوبل شوي .