ملګري ملتونه او د امریکا اوعربستان د زر او زور غلامي
د یمن په جنګ کې د ملګروملتو دوه ګونی کړچار او دعربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو دحملې موضوع ښئ،د نړیوال امنیت او سولې د تضمینونکي په توګه دغه نړیوال ا ورګان ، له خپلې اصلي دندې اورسالته لیرې شوی دی .
په ۲۰۱۹کال کې په آرامکو تیلی تاسیساتو په حملې کې د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې ادعا او په یوه وخت د ملګروملتو د ماشومانو دحقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه د سعودي ائيتلاف دنامې ویستل ،ددغې موسیسې له رسالت سره سمون نه خوري اوښئ ، ملګري ملتونه د عربستان او امریکا دسیاسی دباؤنو اسیر شوي دي .
د عربستان او امریکا په زر او زور سره د ملګروملتو اغیزمنیدا، دغه نړیوال اورګان دې اړ کړی ، سیاسی کړچار غوره کړي .په همدې چوکاټ کې ، د ملګروملتو سکرټریټ ،د سعودي عربستان په آرامکو تیلی تاسیساتو په حملې کې د کارول شوو وسلو د ایرانۍ سرچینې په باب د ایران په ضد دبې اساسه تورونو له مطرح کیدا څو ورځې وروسته ، په یمن کې د سعودي ائيتلاف د هرې ورځې په اقداماتو سترګې پټوي .
د ماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي کونکو له لیسټه د سعودي ائيتلاف د نامې په ویستلو کې د ملګروملتو دسرمنشي آنتو نیو ګوتریش د دوشنبې ورځې اقدام، په داسې شرائطو کې غوره کیږي ، چې دغه موسیسې د سعودي ائيتلاف په وسیله دیمن د ماشومانو پر وژلې اعتراف کړی دی .
ملګروملتو د ۲۰۱۷کال په اکتوبر میاشت کې په یمن کې د کابو اوه سوه ماشومانو د مرګ ژوبلو او د لسګونو ښونځیو اوروغتونونو باندې د یرغلونوپه سبب دسعودي ائيتلاف نامه په تورلیسټ کې شامله کړه،خو اوس ئې یو ځل بیا د سعودي عربستان په ګواښ سره،له دغه لیسټه ددغه ائيتلاف نامه ویستلې ده .
په همډې زمینې کې د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي د چارشنبې په ورځې په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،سعودي عربستان په پیسو او امریکا هم په بدماشیو سره په نړیوالو قوانینو او اصولو ملنډې او مسخرې وهلي دي .
له ۲۰۱۵کال څخه د یمن د جنګ دوام ، دیمن والو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو د هرې ورخې قتل عام ، دیمن دحیاتي بیخ بینائيو یا هماغه روغتیائي او درملیزو مرکزونو اوروغتونونو په کنډوالو بدلول او له ټولو لاه مهمه ، د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه بې وځله هیواد بشپړ کلابندۍ دوام، د ملګروملتو پشمول د نړیوالو اورګانونو په منفعلانه سیاست سره معنادار شک رامینځةکونکی ارتباط لري .
په همدې چوکاټ کې ، دیمن دملی نجات حکومت ویندوي ضیف ا.. الشامي د تیرې سه شنبې په ورځې وئيلي دي په یمن کې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له لیسټه دسعودي ائيتلاف د نامې د حذفولو لپاره د ملګروملتو فیصله،د نړیوالو اورګانونو او د هغوي د اصولو اعتبار تر پوښتنې لاندې ورولي ..
د یمن د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو له تور لیسټه د سعودي ائتلاف د نامې ویستل ، د ماشومانو پشمول د یمن د بې څوکه خلو د هرې ورځې وژلو او په هستوګنو سیمو د حملو د دوام لپاره دغه ائيتلاف ته دشنې اشارې د ښودلو په معنا دي .
د ملګرومتلو همدغه دوه ګوڼه معیار او کړچار کافی دی،څو دنړۍ د عمومي افکارو لپاره مشخصه شي،ولې د یمن جنګ له پنځو کلونو وروسته بیا هم د وام لري ؟ ددغه نړیوال اورګان د سیاسی کړچار په سیوري کې د یمن د جنګ د پاي لپاره د یوه روښانه افق هیڅ تصوّر نه شو کولی او په دغه شان شرائطو کې ملګري ملتونه دیمن دماشومانو د حقوقودخلاف ورزیو او په یمن کې د سعودي ائتلاف د نورو اقداماتو په وړاندې ملګري ملتونه مسئول دي .