بغداد دترکیې دتیریو په خلاف ملګرو ملتو ته شکایت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90872-بغداد_دترکیې_دتیریو_په_خلاف_ملګرو_ملتو_ته_شکایت_کوي
ترکیې په وروستیو کلونو کې په کرتو د ترکیې دپې کې کې ګوند د وګړو دځپنې په پلمه دعراق په خاورې تیري کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2020 01:44 Asia/Kabul
  • بغداد دترکیې دتیریو په  خلاف ملګرو ملتو ته شکایت کوي

ترکیې په وروستیو کلونو کې په کرتو د ترکیې دپې کې کې ګوند د وګړو دځپنې په پلمه دعراق په خاورې تیري کړي دي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ دعراق د خارجه وزارت ویندوي احمد الصاف پرون ناوخته  له المیادین خبری چینل سره  په خبرو کې  دعراق په شمال  دترکیې د حملو په محکومولو سره ټينګار کړی ، بغداد  به  دملګروملتو له لارې  د عراق په شمال د ترکیې  تیري تعقیب کړي .

 احمد الصاف  په دغو څرګندونو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دعراق په شمال د ترکیې د پوځي عملیاتو  په باب ئې  خپل اعتراض   په د غه هیواد کې د ترکیې  سفیر ته رسولی دی  ، روښانه کؤې ، د ترکیې  یو اړخیز اقدامات  په سرحدي سیمو کې  دتاؤتریخوالو دزیاتیدا لامل شوي دي .

ترکیې په وروستیو کلونو کې په کرتو  د ترکیې دپې کې کې  ګوند  د وګړو دځپنې په پلمه  دعراق په خاورې تیري کړي دي .  

دغه تیري د عراق د حکومت او نورو نړیوالو  هیوادونو  له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي .