افغان حکومت د طالب زندانیانو دنوي لیسټ غوښتنه کړې
جاوید فیصل ویلي دغه کسان د نشه يي توکو په قاچاق، قتل، غلا، فساد او نورو شخصي جرمونو کې ښکلیل دي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، چې طالبانو دوی ته د ۵ زره طالب زندانیانو نوملړ سپارلی دی چې له دې ډلې یې ۶۰۰ تنه نه خوشې کېږي.
جاوید فیصل ویلي دغه کسان د نشه يي توکو په قاچاق، قتل، غلا، فساد او نورو شخصي جرمونو کې ښکلیل دي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له طالبانو یې غوښتي څو ددغو کسانو پر ځای د نورو زندانیانو لیست ورولیږي او دوی به ۵ زره کسیز لیست پوره کړي.
بلخوا داسې ویل کیږي چې د ۶۰۰ کسانو له جملې ځيني یې درانه جرمونه لري چې په دې پروسه کې نه ازادیږي.
بلخوا طالبانو په ټینګار سره ویلي چې د هماغه ورسپارل شوي لیست له مخې به یې افغان دولت ۵ زره طالب زندانیان خوشې کوي کنی د سولې بین الافغاني خبرې به پیل نکړي.
له بلی خوا د افغانستان د ولسمشر ویاندهم ویلی دی چې د دغه هیواد له جیلونو د طالب ډلې د بندیانو د آزادۍ بهیر له یو نوي بندون سره مخ شوی دی.
صدیق صدیقي په کابل کښې یوې خبري غونډې ته وویل: طالبانو ډله په افغانستان کښې له یو داسې روا نظام سره مخامخ ده چې ځانته اساسي قانون او جزايي قوانین لري او دا نه شي کیدې چې د طالبانو هر غړی له زندانه خوشې شي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکوت د صلحې د مذاکراتو د لارې د هواري په موخه د طالبانو ډیر زندانیان آزاد کړل خو تراوسه په خبرواترو کښې خپلې موخې ته نه دی رسیدلې.
له دې مخکښې د افغانستان د زندانونو د ادارې مشر احمد راشد طوطاخیل هم ویلي وو چې د اشرف غني حکومت به د طالبانو کابو ۶۰۰ بندیان د اخلاقي جرمونو په وجه خوشې نه کړي او دغو کسانو په افغانستان کښې د خلکو په وژلو، جرمونو او جنایتونو کښې مهم رول درلود.