دعربستان دپاچا دماڼۍ په شاوخوا کې سختې ډزې شوي
روغتون ته د ملک سلمان د شپې مهال منتقلیدا د کارپيژاندود توجه دجلبیدا لامل شوي ، په دې توګه چې ځینو حکومتي کارکونکو ټولنیزو چینلونو ته وئیلي دي ،په سلطنتي ماڼۍ کې د پرمختللو روغتوني امکاناتو سره سره روغتون ته د ملک سلمان منتقلیدا زیاتې پوښتنې اوشکونه راولاړ کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دآزادۍ او بدلون غورځنګ یا د حرکة الحرّیه والتغیر انټرنیټي سایټ پرون په یوه راپور کې وئيلي دي ، په ریاض کې په ملک فیصل تخصصي روغتون کې د عربستان د پاچا ملک سلمان د بستري کیدا په خبر پسې ، ددغه هیواد په الخزامي کوڅې کې دسلطنتي ماڼۍ په شاوخوا کې دسختو ډزو غږونه آوریدل شوي دي .
که څه هم دعربستان رژیم دسلطنتي ماڼۍ په شاوخوا کې دډزو خبر سنسر کوي ،خو د دغو نښتو عکسونه په ټولنیزو چینلونوکې خپرۀ شوي دي .
له بل پلوه روغتون ته د ملک سلمان د شپې مهال منتقلیدا د کارپيژاندود توجه دجلبیدا لامل شوي ، په دې توګه چې ځینو حکومتي کارکونکو ټولنیزو چینلونو ته وئیلي دي ،په سلطنتي ماڼۍ کې د پرمختللو روغتوني امکاناتو سره سره روغتون ته د ملک سلمان منتقلیدا زیاتې پوښتنې اوشکونه راولاړ کړي دي .
داسې ښکاري په عربستان کې شخړې او ترینګلتیاوې ، قدرت ته د رسیدا لپاره د بني سعود په کورنۍ کې له شخړو سره اړونده دي او دملک سلمان بن عبدالعزیز د مرګ په باب ګونګوسې هم آوریدل کیږي .