عربستان او امارات دې دتیونس په چارو کې ګوتې نه وهي
جوهر بن مبارک د هغو هیوادونو په وړاندې دیوه سخت اوکوټلي ډيپلوماټيک اوسیاسی دریځ د غوره کولو په ضرورت ټينګار کړی ، چې د تیونس داخلی حالات ئې خراب کړي دي او د هغوي په سر کې عربستان او متحده عربی امارات دي .
فارس خبري آژانس راپور ورکړی ،د تیونس د حکومت یوه پخواني چارواکي جوهر بن مبارک ددغه هیواد له ولسمشر قیس سعید څخه غوښتي،څو په تیونس کې دې داړۍ ګړۍ دپراخولو لپاره د عربستان او متحده عربی اماراتو ګوت وهونکي هڅې پاي ته ورسوي او اجازت ورکړي ، چې ددغه هیواد ولس پخپله د مسئلو دحل لپاره فیصله وکړي .
جوهر بن مبارک د هغو هیوادونو په وړاندې دیوه سختاوکوټلي ډيپلوماټيک اوسیاسی دریځ د غوره کولو په ضرورت ټينګار کړی،چې د تیونس داخلی حالات ئې خراب کړي دي او د هغوي په سر کې عربستان او متحده عربی امارات دي .
هغه دغه پيغام د تیونس د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې ورکړی ،چې د هغه د کار ددریدا د دوام په بڼه کې ئې د تیونس دپارلیمان د ړنګولو د امکان په باب کړي دي .
دتیونس ولسمشر ټينګار کړی ؤ چې ددغه کار لپاره قانوني آوزارونه په اختیار کې لري ،څو د حکومتي اورګانونو د دړې وړې کیدا خنډ شي .