په کربلا کښې لاک ډاؤن اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91826-په_کربلا_کښې_لاک_ډاؤن_اعلان_شو
د کورونا له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د کربلا ګورنر وويل چې په دغه صوبه کښې د نهې له ورځ څخه پوره لاک ډاون عملي کيږي.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jul 29, 2020 05:46 Asia/Kabul
  • په کربلا کښې لاک ډاؤن اعلان شو

د کورونا له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د کربلا ګورنر وويل چې په دغه صوبه کښې د نهې له ورځ څخه پوره لاک ډاون عملي کيږي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د کربلا صوبې ګورنر نصيف الخطابي وويل د ورغتيا او سلامت د ملي عالي کمېټۍ د فېصلې مطابق به د اګست تر نهمې پورې په دغه صوبه کښې په تګ راتګ بنديز لګېدلے وي.  

د ورلډاومېټرز Worldometers وېبسائيټ د شمېرنو له مخې په عراق کښې په کورونا د اخته کسانو شمېر له يو لک پينځلس زرو اوړېدلے دے او د مړو شمېرو هم له څلور نيم زرو زيات شوےدے.