د فلسطین په باب عربی اتحادیه فوري غونډه نشي ترسره کولی
احمد ابوالغیظ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټيلیفوني خبرواترو کې وئيلي دي ، د عربو هیوادونو د وزیرانو ناسته به د فلسطین په مشرۍ د ستمبر په نهمه نیټه ترسره شي .
ایرنا خبری آژانس د القدس العربی له قوله راپور ورکړی ، د عربی اتحادئې عمومی منشي احمد ابوالغیظ بیګا په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،دغه اتحادیه د صهیونیسټي رژيم او متحده عربی اماراتو ترمینځ د اړیکو دعادي کولو د موافقې د ارزولو لپاره ددغې اتحادئې سملاسي غونډه نشي ترسره کولی .
احمد ابوالغیظ وئیلي دي ، دغه اتحادیه به د ستمبر په نهمه نیټه د عربو هیوادونو د و زیرانو په سویه عادي غونډه ترسره کړي .
په دې باب د فلسطین رسمي خبري آژانسهم راپور ورکړی،ابوالغیظ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتوله مشر محمود عباس سره په ټيلیفوني خبرواترو کې وئيلي دي،دعربو هیوادونو د وزیرانو ناسته به د فلسطین په مشرۍ د ستمبر په نهمه نیټه ترسره شي .
د متحده عربی اماراتو او صهونیسټي رژيم ترمینځ د اړیکو دعادي کولو لپاره په موافقې پسې،د فلسطین کورواکه تشکیلاتو،د عربی اتحادئې د سملاسی غونډې د ترسره کولو غوښتنه کړې وه .
د اماراتو او اسرائيلو موافقه،د فلسطینیو مبارزو ډلو،دسیمې د هیوادونو او دنړۍ د ډيری سیاسی شخصیتونو له خوا د پراخو اعتراضونو څپه په ځان پسې درلودلې ده .