اماراتو له اسلامی نړۍ او فلسطین سره خیانت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92440-اماراتو_له_اسلامی_نړۍ_او_فلسطین_سره_خیانت_وکړ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم تیره اونۍ د امریکا په دباؤ او لمسونې سره د اماراتو ددغې فیصلې په غبرګون کې وئيلي دي ، اسلام اباد به هیڅکله هم د قدس نیواکګر رژيم په رسمیّت ونه پيژندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 00:46 Asia/Kabul
  • اماراتو له اسلامی نړۍ او فلسطین سره خیانت وکړ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم تیره اونۍ د امریکا په دباؤ او لمسونې سره د اماراتو ددغې فیصلې په غبرګون کې وئيلي دي ، اسلام اباد به هیڅکله هم د قدس نیواکګر رژيم په رسمیّت ونه پيژندي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ  د  پاکستان  د  تحریک انصافف واکمن ګوند یوه مشر  او د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر چوهدري سرور  پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،له صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو داړیکو دعادی کولو موافقه   د  امریکا په لمسونې سره ده او دا له  اسلامي نړۍ  او د فلسطین له آئيډیا سره ستر خیانت دی .

 چوهدري صیب  زیاته کړې ، صهونیسټانو د ماډرنو وسلو او تجهیزاتو څخه  له استفادې  او دامریکا له بې خرته  مرستو سره سره  د فلسطینیانو د کلک هوډ او جهادی  ارادې په وړاندې  ماته خوړلې ده .

د متحده عربی اماراتو  دغې فیصلې په درستې نړۍ کې  په تیره بیا په اسلامی نړۍ کې سخت غبرګونونه رپارولي دي ، د تیرې جمعې په ورځې په دې مناسبت په درست پاکستان کې  دمسلمانانو بیلابیلو ګوندونو او ډلو ټپلو له خوا د اسرائيلو  په ضد او د  اماراتو  ددغې  فیصلې په خلاف سترې مظاهرې کړي او له وحشي او تیریګر  صهیونیسټي رژيم سره ئې  د هرډول اړیکو عادي کول  له اسلامی امت  سره ستر خیانت بللی دی .

 د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان هم تیره اونۍ د امریکا په دباؤ او لمسونې سره د اماراتو  ددغې فیصلې په غبرګون کې  وئيلي دي ،  اسلام اباد به هیڅکله هم د قدس نیواکګر رژيم په رسمیّت ونه پيژندي .

Image Caption
Image Caption