عربستان او امارات د نفاق مشران دي
(last modified Mon, 31 Aug 2020 03:13:04 GMT )
Aug 31, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • عربستان او امارات د نفاق مشران دي

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي وویل: عربستان او امارات د نفاق دکیمپ مشران دي.

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي وویل: عربستان او امارات د نفاق دکیمپ مشران دي.

سید عبدالملک الحوثي پرون د حسیني عاشورا په مناسبت خپله وینا کښې وویل: د یمن ولس د دښمنانو د نفاق په کیمپ کښې د شاملیدو هیڅ نیت او اراده نه لري.

هغه په یمن کښې له تیري ګرو سره مقابله یو اصولي او له اسلامي او دیني ګروهنې رامینځته شوې دریځ وباله او زیاته یې کړه: د یمن خلک په هر ډول حالاتو کښې د خپل وطن دفاع او ساتنه جاري ساتي.