د صهیونیسټ رژيم لوړرتبه چارواکي استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92579-د_صهیونیسټ_رژيم_لوړرتبه_چارواکي_استعفا_ورکړه
فارس خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د کابینې یوه (۱) لوړرتبه چارواکي د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مدیریت په کمزورتیا او په نیواکي ټاټوبو کښې د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د رامینځته شوي اقتصادي کړکیچ په دلیل له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2020 05:42 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم لوړرتبه چارواکي استعفا ورکړه

فارس خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د کابینې یوه (۱) لوړرتبه چارواکي د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مدیریت په کمزورتیا او په نیواکي ټاټوبو کښې د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د رامینځته شوي اقتصادي کړکیچ په دلیل له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه .

د صهیونیسټ رژیم په خزانې وزارت کښې د بودجې د ادارې مشر شائول مریدور د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په حکومت نیوکې سره وویل اسرائیل به د اقتصادي کړکیچ په دلیل په راتلونکو کلونو کښې درنه بیه ورکړي .

له تیرو څو اونیو راهسې د فلسطین په نیواکي سیمو کښې وسیدونکو صهیونیسټانو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په سیاستونو اعتراض کښې مظاهرو ته دوام ورکړی دی .

اعتراض کونکي د کورونا ویروس په کنټرولولو کښې او د لومړي وزیر او د هغې د میرمنې د مالي فساد په دوسیو کښې د کابینې په کمزوري کړچار نیوکې سره زر تر زره  د  نتانیاهو د استعفا غوښتنه کړي ده .