عراق د نورو هیوادونو ترمینځ د نښټې ډګر نشي کیدلی
پر ترهه ګرۍ د عراق بشپړ غلبه د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو ملاتړ ته ا ړتیا لري .
المعلومه خبری سایټ راپور ورکړی ، د عراق ولسمشر برهم صالح پرون ناوخته په بغداد کې د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلي دي ، عراق له پیاوړي او واکمني لرونکي حکومته برخمن دی او دغه هیواد به د نورو هیوادونو ترمینځ د نښتې ډګر نه شي .
هغه زیاته کړې ، پر ترهه ګرۍ د عراق بشپړ غلبه د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو ملاتړ ته ا ړتیا لري .
د فرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون هم چې پرون سهار په یوه ورځني سفر بغداد ته تللی ، په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې عراق له داعشی عناسرو سره له جنګ او دغه راز له اقتصادي اوامنیتی چیلنجونو سره مخامخ دی ، وئيلی دي ،فرانسه د عراق د حکومت او ولس ملاتړ کوي . هغه زیاته کړې ،دبهرنیو لاسوهنې د عراق دحکومت او هیواد د کمزورتیا لامل کیږي .
له عراقه په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي ، د عراق د مرکز په بابل ولایت کې د امریکائي ترهه ګر پوځ دلوجسټيکي کاروان په لاره کې بم چاود شوی ، چې وئيل کیږي ، یو شمیر ګاډو ته ئې درندۀ تاوانونه اړولي دي البته دخبر تر مخابیره کیداپورې ئې ډ احتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .