عراق د نورو هیوادونو ترمینځ د نښټې ډګر نشي کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92645-عراق_د_نورو_هیوادونو_ترمینځ_د_نښټې_ډګر_نشي_کیدلی
پر ترهه ګرۍ د عراق بشپړ غلبه د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو ملاتړ ته ا ړتیا لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2020 02:56 Asia/Kabul
  • عراق د نورو هیوادونو ترمینځ د نښټې ډګر نشي کیدلی

پر ترهه ګرۍ د عراق بشپړ غلبه د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو ملاتړ ته ا ړتیا لري .

  المعلومه خبری سایټ راپور ورکړی ،  د عراق ولسمشر برهم صالح  پرون ناوخته په بغداد کې د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلي دي ، عراق  له پیاوړي   او واکمني لرونکي  حکومته برخمن دی  او   دغه هیواد به د نورو هیوادونو ترمینځ د نښتې ډګر  نه شي .

 هغه زیاته کړې ، پر ترهه ګرۍ د عراق بشپړ غلبه   د  نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو  ملاتړ ته ا ړتیا لري .

  د فرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون هم  چې پرون سهار  په یوه ورځني سفر بغداد ته تللی ،  په دغه ګډ خبری کنفرانس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  عراق  له  داعشی عناسرو سره   له جنګ او دغه راز  له اقتصادي اوامنیتی چیلنجونو سره مخامخ دی ، وئيلی دي ،فرانسه د عراق  د حکومت او ولس ملاتړ کوي .  هغه زیاته کړې ،دبهرنیو لاسوهنې  د عراق  دحکومت او  هیواد د کمزورتیا لامل کیږي .

له  عراقه په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي ، د عراق   د مرکز په بابل ولایت کې د امریکائي ترهه ګر پوځ  دلوجسټيکي کاروان  په لاره کې  بم چاود شوی ، چې وئيل کیږي ، یو شمیر ګاډو ته ئې درندۀ تاوانونه اړولي دي البته دخبر تر مخابیره کیداپورې ئې ډ احتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .