د اسرائیلو پرضد د اسلامي ائتلاف جوړیدل اړین دي
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د یمن د انصار الله غورځنګ رسمي ویاند محمد عبدالسلام له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا ضد اسلامي ائتلاف د جوړیدا غوښتنه وکړه .
هغه له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل عربو اتحادیې په اوسني کړچار سره ثابته کړه چې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د ګټو ساتونکي ده .
د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام له صهیونیسټ رژیم سره له سازباز کولو او د عربو اتحادیې له دریځ سره د یمن د ملت په پریکنده مخالفت باندې ټینګار سره له اسرائیلو رژیم سره د بحرین د اړیکو په عادي کیدا کښې د عربو اتحادیې په رول نیوکه وکړه .
دیمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر هم په دې خبرې ټینګار سره چې له صهیونیسټ رژیم سازباز کونکي رژیمونه د خپلو ملتونو استازي نه دي وویل د بحرین رژیم د امریکا او د اسرائیلو په ګوډاګیو رژیمونو کښې شامل دی چې له نیواکګر صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې اعلان کړي دي .
عربو اتحادیې په تیرې چهارشنبې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کښې له صهیونیست رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عاي کیدا د موافقې په غندلو کښې د فلسطین وړاندې شوی پلان رد کړ .