زیات عربان له صهیونیسټ رژيم د اړیکو مخالف دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93496-زیات_عربان_له_صهیونیسټ_رژيم_د_اړیکو_مخالف_دي
یروشلم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو د وزارت تحقیقات له صهیونیسټ رژیم سره د فارس خلیج د عربو هیوادونو له سازباز سره د اینټرنیټ د ټولنیزو چینلونو د نوي(۹۰) فیصده کارونکو د مخالفت ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • زیات عربان له صهیونیسټ رژيم د اړیکو مخالف دي

یروشلم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو د وزارت تحقیقات له صهیونیسټ رژیم سره د فارس خلیج د عربو هیوادونو له سازباز سره د اینټرنیټ د ټولنیزو چینلونو د نوي(۹۰) فیصده کارونکو د مخالفت ښودنه کوي .

د اسرائیلو د ستراتيژیکو چارو د وزارت د نویو تحقیقاتو پراساس چې د روان میلادي کال د اګست د میاشتې له نیمايي څخه تر سپتمبر میاشتې پورې ترسره شول د سیمې عربان اسرائیلو رژيم ته منفي کتنه لري .

د اسرائیلو د ستراتيژیکو چارو د وزارت شمیرنو وښودله له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې په زمینه کښې په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې کابو نوي(۹۰) فیصده ترسره شوي بحثونه منفي دي او پینځه څلویښت (۴۵) فیصده پوسټونو دغه موافقه خیانت وباله .

متحده عربي اماراتو او بحرین په سپینې ماڼۍ کښې د سپتمبر د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه د قدس له نیواکګر رژيم سره د سازباز د موافقې له اعلان وروسته د امریکا د ولسمشرټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په شتون سره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه .