فلسطين د کورني يووالي او ملګرتيا په لاره کښې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93509-فلسطين_د_کورني_يووالي_او_ملګرتيا_په_لاره_کښې
له اسرائيلي رژيم سره د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو له ټينګولو وروسته فلسطيني ډلو د يووالي او ملګرتيا په لاره کښې ګام پورته کړے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2020 16:26 Asia/Kabul
  • فلسطين د کورني يووالي او ملګرتيا په لاره کښې

له اسرائيلي رژيم سره د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو له ټينګولو وروسته فلسطيني ډلو د يووالي او ملګرتيا په لاره کښې ګام پورته کړے دے.

عربو هېوادونو په دې وروستيو کلونوکښې له اسرائيلي رژيم سره پراخه پټ تعلقات لرلي دي او اوس هم ځينې هغه هېوادونه چې خپل تعلقات يې په ډاګه کړي نه دي پټ تعلقات لري. معاريو صهيونېسټي ورځپاڼې وليکل: «له اماراتو سره د اسرائيلو پټ تعلقات له دوو لسيزو يا له دې نه زياتې مودې راهسې موجود وو او په دې وروستيو کلونو کښې د سيمه ايزو حالاتو په سيوري کښې په ډاګه شوي دي.»

خو د تعلقاتو په ډاګه کېدل او په نورو الفاظو سره بربنډېدل چې په دې وروستيو وختونو کښې رامنځته شول او د سازباز موافقه هم د ستمبر په ۱۵ نېټه په سپينه ماڼۍ کښې لاسليک شوه د فلسطينيانو لپاره يو شاک ؤ. د دغه شاک وجه دا نه وه چې د داسې يو اقدام هيله يې نه لرله بلکه وجه دا وه چې دې نتيجې ته ورسېدل چې د فلسطين د جغرافيا او قلمرو ساتنه د عربو هېوادونو لپاره څه اهميت نه لري.

په حقيقت کښې فلسطينان دې مطلب اخېستنې او درک ته رسېدلي دي چې په نړيوال نظام کښې ترټولو مهم دفاعي عامل هم هغه شان خپله مرسره په خپله کول دي يعنې هر هېواد پکار دے خپله له خپلو ګټو او امنيت څخه د دفاع په تکل کښې وي او نه شي کولې په دې لړ کښې په نوروهېوادونو بهروسه ولري په تېره بيا په اماراتو، بحرين او د دوي په شان نورو هېوادونو باندې چې د ځان ساتنه يې له بهرنيو قوتونو په تېره بيا له امريکې سره وابسته ده.

د عربو هېوادونو د چلند له بېلګې څخه د دغه حقيقت پسندانه درک نتيجه دا وه چې مختلفو فلسطيني ډلو ملي اجماع ته د رسېدو لپاره خپلې هلې ځلې له متعارض سياسي تشخص څخه په  ډډه کولو او په ملي تشخص باندې په تاکيد سره شروع کړې او ورته يې چټکتيا ورکړه.

وړومبې د فلسطين د څوارلسو ډلو مشرانو او عمومي سېکترانو د ستمبر په دويمه نېټه له دوو لسيزو وروسته خپله وړومبۍ ملي غونډه د لبنان په پائتخت بېروت کښې  جوړه کړه او دپېړۍ د معاملې، الحاق او د تعلقاتو د ټينګولو درې وړاړو دسيسو په مقابل کښې يې په فعال مقاومت تاکيد وکړ.

په دويم ګام کښې د حماس او فتح غورځنګونو مشرانو د ستمبر په وروستيو وختونو کښې په ترکيې  کښې ليدنې کتنې او خبرې اترې  وکړې.

د فتح او حماس غورځنګونو ليدنې کتنې چې د هغه رول او مقام په وجه چې دواړه يې په لويديځه غاړه او د غزې په تړانګه کښې لري زيات اهميت لري. د ترکيې د غونډې په آخر کښې دغو دواړو غورځنګونو اعلان وکړ چې د ټولو فلسطيني ډلو او بهيرونو په ګډون سره د ملي خبرو اترو په پرمختګ سره په تعلقاتو کښې د اتفاق وړ تګلارې او نظريې ته رسېدلي دي.فتح او حماس همدارنګ وويل د ترکيې په غونډو کښې د کورنيواختلافاتو او ډلبنديو په ختمولو، د انتخاباتو په کولو او له رامنځته شويو مشکلاتو سره د مقابلې لپاره د يو ملي پروګرام په برابرولو تاکيد اوشو.

د فتح او حماس دغه موافقه يوسټراټيجک اهميت لري ځکه چې په فلسطين کښې د غېر رسمي دووحکومتونو کلونو ته خاتمه ورکوي او له بلې خوا د غزې د تړانګې د خلقو مشکلات او ستونزې هم کموي. په عېن حال کښې په فلسطين کښې سياسي بندون هم ختميږي او په سيمه کښې د فلسطين په خلاف له اقداماتو او پلانونو سره د موثرې مقابلې امکان زياتيږي.

فلسطيني ډلې په دريم ګام کښې کوشش کوي چې ملي غونډه د روسيې په پائتخت ماسکو کښې جوړه کړي.

گروه‌های فلسطینی در گام سوم درصدد هستند نشستی ملی را در مسکو، پایتخت روسیه برگزار کنند.

وروستے ټکے دا چې که څه د پېړۍ معامله، الحاق او د تعلقاتو ټينګول د فلسطين په خلاف ګواښ دے خو داسې ښکاري چې دغه پلانونه د فلسطين په دننه کښې د قوت د تعلقاتو د بدلون او بيا تعريف او د يو ملي تشخص جوړېدو لوري ته د ګام پورته کولو سبب شوي دي.

------