له ترهه ګرو سره یوازې د مقاومت چورلیز مقابله کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93545-له_ترهه_ګرو_سره_یوازې_د_مقاومت_چورلیز_مقابله_کړې_ده
د یمن لومړي وزیر روښانه کړې ده ، د عربستان او امریکا په چلند کې ښکاره توپیر شته دی او دغه هیوادونه له ترهه ګرۍ سره دمبارزې مدعي دي ، په داسې حال کې چې ترهه ګرې ډلې، په یمن کې په تیریو کې د سعودي عربستان متحدانې او شریکې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2020 11:06 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرو سره  یوازې د مقاومت چورلیز مقابله کړې ده

د یمن لومړي وزیر روښانه کړې ده ، د عربستان او امریکا په چلند کې ښکاره توپیر شته دی او دغه هیوادونه له ترهه ګرۍ سره دمبارزې مدعي دي ، په داسې حال کې چې ترهه ګرې ډلې، په یمن کې په تیریو کې د سعودي عربستان متحدانې او شریکې دي .

زمونږخبریال راپور راکړی،دیمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور نن په یولړڅرګندونوکې وئيلی دي،د امریکا،عربرستان او اماراتو پشمول  ځيني هیوادونه  له ترهه ګرو سره دمبارزې ادعا کوي ،په  داسې حال کې چې  په عراق کې  هغه کسان چې  د القاعدې اوداعشي ترهه ګرو ته ئې ماته ورکړې،ولسی رضاکار ځواک وو،په سورئې کې  کې ددغه هیواد پوځ د حزب ا...ولسی مبارزانو او دغه راز په یمن کې  هم د  د پوځ او ولسی کمیټیو  مبارزانو  تکفیری ترهه ګرو  او دهغو تالی څټو ته ماته ورکړې ده .

  د یمن لومړي وزیر روښانه کړې ده ،  د عربستان او امریکا په چلند کې ښکاره توپیر شته دی او  دغه هیوادونه  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې  مدعي دي ، په داسې حال کې چې  ترهه ګرې ډلې، په یمن کې په تیریو کې د سعودي عربستان متحدانې  او شریکې دي .

 بن حبتور  وئيلي دي ، داسې اطلاعات او عکسونه شته چې ښئ  ، القاعدې ترهه ګر د یمن د پوځ او  د ولسی کمیټیو د مبارزانو په ضد مبارزه کوي او له عربستان ته په مرستو بوخت دي  او  ترهه ګر وسلې  او مهمات له سعودي عربستانه تامینوي  او ددې ثبوته هم موجود دي .