ملګروملتو او اروپائي اتحادئې دصهیونیسټانوښارګوټوجوړول غیرقانوني وبلل
اروپائي اتحادیه هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .
ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ دلویدیځي آسیا په چارو کې د ملګروملتو غږملونکي نیکلاي ملاډینوف بیګا په یولړ څرګندونو کې داردن سین په لویدیځي غاړې کې د نورو څه دپاسه څلور زره هستوګنو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټي رژيم پلان ته په اشارې سره وئیلي دي ، په نیواکي فلسطینیو ټاټوبو کې داسرائيلو ښارګوټو جوړول ،له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې دي .
ملاډینوف دفلسطینیانو په ټاټوبي کې د صهیونیسټيرژيم د ښارګوټو د جوړولو په دوام په سختو نیوکو سره له دغه رژيمه غوښتي، دښارګوټو جوړول دې ودروي .
همدرااز د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول جوزف بورل هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی،په لویدیځي غاړې کې د یهودیانو د دیره کولو لپاره دپنځه زره هستوګنې کورونو د جوړولو لپاره د اسرائیلو پروګرام د دوو هیوادونو دحل لارې په چوکاټ کې د فلسطیني هیواد درامینځةکولو لپاره یو ګواښ دی .هغه ددې خبرې په کولو سره چې د ښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو په اساسغیرقانوني ده،زیاته کړې ده ،اروپائي اتحادیه هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .