له اسرائيلو سره تعلقات ټينګول جنايت دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93635-له_اسرائيلو_سره_تعلقات_ټينګول_جنايت_دے
د يمن د سياسي عالي شورا غړي د صهيونېسټ رژيم او بحرېن ترمېنځ د سازباز موافقې لاسليکېدل وغندل او هغه يې جنايت وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2020 10:59 Asia/Kabul
  •  له اسرائيلو سره تعلقات ټينګول جنايت دے

د يمن د سياسي عالي شورا غړي د صهيونېسټ رژيم او بحرېن ترمېنځ د سازباز موافقې لاسليکېدل وغندل او هغه يې جنايت وبلۀ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد علي الحوثي نن له اسرائيلو سره د بحرېن د تعلقاتو د ټينګولو په باره کښې وويل: د بحرېن رژيم د صهيونېسټ رژيم لپاره حتی د جنګ په حالت کښې هم څه ګواښ نه ګڼل کيږي.

الحوثي زياته کړه، له تل ابيب سره د تعلقاتو جوړول يو جرم دے او هر څوک چې دا جرم ترسره کړي ظالم ګڼل کيږي.

پرون يو اسرائيلي – آمريکائي پلاوے د صهيونېسټ رژيم او بحرېن د ملګرتياو پراختيا ته د رسميت د ورکولو په هدف سره منامې ته سفر وکړ، په دغه سفر کښې د دواړو خواو ترمېنځ د تعلقاتو د ټينګېدو لپاره اته تفاهم ليکونه لاسليک شول.