عربستان په عراق د سلطې هڅه کوي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان ځینو استازیو سعودي عربستان ته د خپل هیواد د ځینو پروژو د سپارلو په هکله وویل ریاض د پانګونې په پلمه په عراق باندې د سلطې کوشش کوي .
د عراق د پارلمان استازي نعیم العبودي په دې هکله وویل د هیواد په پروژو کښې د سعودي عربستان پانګونه د دې لپاره ده چې له دې لارې ریاض په الانبار ، نجف ، مثنی او کربلا ولایتونو کښې په ډیرو سیمو سلطه ومومي .
د عراق د پارلمان یوه(۱) بل استازي عبدالامیر التعیبان هم وویل په دغه هیواد کښې د سعودي عربستان د کرهڼې د پانګونو پروژه د عراق د اقتصاد د تباه کولو لپاره له نوي اوزار پرته بل څه نه ده او که چیرې د بغداد حکومت ضروري اوزارونه برابر کړي د عراق خلک په خپل هیواد کښې پانګونه کولای شي .
هغه د مصطفی الکاظمي حکومت ته خبرداری ورکړ چې په دې هکله په احتیاط او هوښیارۍ سره عمل وکړي .