اسلامی نړۍ به د لویدیځي غاړې نیواک هیڅکله هم ونه مني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94031-اسلامی_نړۍ_به_د_لویدیځي_غاړې_نیواک_هیڅکله_هم_ونه_مني
بې شکه دفلسطین مقاومت اواسلامی امت به د نیواکګرو لاسونه غوڅ او د فلسطین درست نیواکي ټاټوبي آزاد کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2020 02:05 Asia/Kabul
  • اسلامی نړۍ به د لویدیځي غاړې نیواک  هیڅکله هم ونه مني

بې شکه دفلسطین مقاومت اواسلامی امت به د نیواکګرو لاسونه غوڅ او د فلسطین درست نیواکي ټاټوبي آزاد کړي .

 د ایران د اسلامی شورا د فلسطین له انتفاضې  دملاتړ د نړیوال کنفرانس  منشي حسین امیر عبداللهیان پرون په یولړ څرګندونو کې د فلسطنیانو د کورونو په ړنګولو کې  وحشي صهیونیستي رژيم  سپیرو اقداماتو ته په اشارې سره  وئيلي دي ،  اسلامی نړۍ   او د فلسطین  مقاومتي ډلې  به  د لویدیځي  غاړې د نیواک او له نیواکي ټاټوبو سره دیو ځاي کولو اجازت ورنکړي .

 امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې  د لویدیځي غاړې د ښارونو او کلو  په نیواک کې  د صهیونیسټي رژيم  خاموشي، دنړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو په خلاف یو سپير اقدام دی ، زیاته کړې ،  دغه اقدام د هغو صهیونیسټانو له خوا  داسې ګستاخ او بې شرمه تیری  دی  چې د  ګوته په شمیر   عربو هیوادونو په خیانت سره ترسره شوی دی .

 هغه  په لویدیځي غاړې کې  په همداوروستیو کې د یو شمیر کلو ړنګول  او د ماشومانو اوښځو پشمول د  کلو د اوسیدونکو بې کوره کول د فلسطینانو اجباري کوچول وبلل چې  د صهیونیسټانو  په انسان  ضده  جنایتونو په دوام کې  ترسره کیږي .

 د ایران د اسلامی شورا دفلسطین  له انتفاضې  دملاتړ د نړیوال کانفرنس منشي  په دوام کې  هغه عرب هیوادونه چې  له صهویسټ وحشي رژيم ته ئې د دوستۍ لاسونه غزولي دي ،  په دغه انساني  ضد جنایت کې شریک  او مسئول بللي او  صهیونیسټي رژيم ته ئې خبرداری ورکړی ، بې شکه  دفلسطین مقاومت اواسلامی  امت به د  نیواکګرو لاسونه غوڅ او د فلسطین درست نیواکي ټاټوبي آزاد کړي .