عراق له عربستان سره دګډې مانورې هیڅ اراده نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94179-عراق_له_عربستان_سره_دګډې_مانورې_هیڅ_اراده_نه_لري
د عراق سیاسی ، امنیتی او اقتصادي ټولنو هم په عراق کې په تیره بیا ددغه هیواد په جنوب او مرکز کې د سعودي عربستان د هرډول پانګونې په باب خبرداري ورکړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2020 03:07 Asia/Kabul
  •   عراق له عربستان سره دګډې مانورې هیڅ اراده نه لري

د عراق سیاسی ، امنیتی او اقتصادي ټولنو هم په عراق کې په تیره بیا ددغه هیواد په جنوب او مرکز کې د سعودي عربستان د هرډول پانګونې په باب خبرداري ورکړي دي .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، د عراق د ګډو عملیاتو د کمیټې   د قوماندان جانشین  عبدالامیر الشمري  پرون په یولړ څرګندونو کې د ګډې پوځي مانورې دترسره کولو لپاره  له عربستان سره د بغداد  هرډول موافقه رد کړې او وئيلي دي ،د عراق حکومت  له سعودي عربستان سره د  ګډې پوځي مانورې  لپاره هیڅ ډول موافقه نه لري .

د عراق سیاسی ، امنیتی او اقتصادي ټولنو هم  په عراق کې په تیره بیا ددغه  هیواد په جنوب  او مرکز کې  د سعودي عربستان  د هرډول پانګونې په باب  خبرداري ورکړي دي .

 دعراق د ګډو عملیاتو د قوماندان  جانشین  همداراز د خپلو څرګندونو په بلې برخې کې  ددغه هیواد  الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک   د عراق د پوځي جوړښت او  پوځ یوه برخه بللې او زیاته ئې  کړې ده ،  ددغه ولسی مبارز ځواک  پرسنل  دګډو عملیاتو د کمیټې تر نظر لاندې عمل کوي .