له عراق او افغانستانه د امریکائي پوځیانو ویستل تاوان لري
داسې پوځیان چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه ئې شتون د لازیاتې بې ثباتۍ لامل شوی دی .
سي این این خبری چینل راپور ورکړ ، د امریکا په مشرانو جرګې د د جمهوری پالو داکثریّت مشر میک مک کانل بیګا د مشرانو جرګې په انګڼ کې په یولړڅرګندونو کې په عراق او افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د شمیر په کمولو کې د دغه هیواد دولسمشر ټرمپ له فیصلې سره مخالفت وکړ.
د امریکا په مشرانو جرګې کې د جمهوري پالو مشر مدعي شوی ، دغه هیواد د ترهه ګرو په وړاندې د امریکا د ګټو او ملی امنیت په دفاع کې ډير محدود ، البته ډير مهم رول لري .
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي ، چې څو ساعته مخکې سی این این خبری چینل د دووامریکائي چارواکو له قوله راپور ورکړی ؤ ،د امریکا قوماندانان اټکل کوی چې ډونالډټرمپ به په افغانستان او عراق کې د امریکائي پوځيانو د شمیر دکمولو لپاره رسمي فرمان صادر کړي .
دغه فیصله له دې وروسته غوره شوې چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له ویستلو وروسته په پنټاګان کې ترسره شوي پاکونې ، په دغه وزارت کې له ټرمپ سره د وفادارو چارواکو د دیره کیدا لامل شوي دي .
د دغو امریکائي چارواکو په وینا ، پنټاګان نیّت لري په عراق او افغانستان دواړو هیوادونو کې دخپلو پوځیانو شمیر دوه نیم زره عسکرو ته محدود کړي . امریکا دم ګړۍ په افغانستان کې څلور زره پنځه سوه او په عراق کې هم درې زره پوځیان لري . داسې پوځیان چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه ئې شتون د لازیاتې بې ثباتۍ لامل شوی دی .