دعراق په کرکوک کې د داعش پوځي مدیریّت مسئول ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94515-دعراق_په_کرکوک_کې_د_داعش_پوځي_مدیریّت_مسئول_ونیول_شو
د عراق الحشد الشعبي مبارز ځواک په یوې بلې اعلامیې کې هم وئیلی دي ،د عراق دشمال صلاح الدین ولایت د سامرا ښار په جنوب دداعشي ترهه ګرو د نفوذي عملیاتو هڅه شنډه کړې او په دغو عملیاتو کې ئې تکفیری ترهه ګرو ته یو لړ مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2020 12:16 Asia/Kabul
  • دعراق په کرکوک کې د داعش پوځي مدیریّت مسئول ونیول شو

د عراق الحشد الشعبي مبارز ځواک په یوې بلې اعلامیې کې هم وئیلی دي ،د عراق دشمال صلاح الدین ولایت د سامرا ښار په جنوب دداعشي ترهه ګرو د نفوذي عملیاتو هڅه شنډه کړې او په دغو عملیاتو کې ئې تکفیری ترهه ګرو ته یو لړ مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولي دي .

  ایرنان خبری آژانس راپور ورکړ و عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک   نن  د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،ددغه مبارز  ځواک یوه یونټ  د کرکوک ولایت  دخپل ماموریت ترکنټرول سیمې کې یوه یونټ په دقیقو اطلاعاتو پسې په یولړ عملیاتو کې  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  یو ډیر مهم مسئول نیولی دی .

 له دې سره په یووخت د عراق د فیډرل پولیسو  داطلاعاتو ادارې هم  د دوو نورو  ترهه ګرو د نیول کیدا خبر ورکړی،چې په کرکوک کې ئې دداعش دخوځښتونو په اړه  معلومات درلودل .

 په  عین حال کې  د عراق الحشد الشعبي  مبارز ځواک  په یوې بلې اعلامیې کې  هم وئیلی دي ،د عراق دشمال صلاح الدین  ولایت د سامرا ښار په  جنوب دداعشي ترهه ګرو د نفوذي عملیاتو  هڅه شنډه کړې  او په دغو عملیاتو کې ئې  تکفیری ترهه ګرو ته یو لړ مرګ ژوبلې او  تاوانونه اړولي دي .